اروپايي ټولنه وايي، له افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام به له سره غور وکړي. د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزېف بورېل دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي چې ا.ا په افغانستان کې غیر دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه. بورېل په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، د افغان سرپرست حکومت لخوا د نوي فرمان له مخې پر ښځو د کار او زد کړې بندیز له بنسټیزو بشري حقونو ښکاره سرغړونه او وېروونکې ده. نوموړي دا پرېکړه له ټولنې د ښځو د ایستلو یوه بڼه یاده کړې ده. اروپايي ټولنې د افغانستان خلکو ته د بشر دوستانه مرستو او لومړنیو اړتیاوو د اصلي برابروونکي په توګه دغه بندیزونه په کلکه غندلي، او پر ا.ا یې غږ کړی چې، بشر دوستانه قوانینو ته د درناوي په موخه دې سم لاسي خپله پرېکړه بېرته واخلي. د اروپایي ټولنې د خبرپاڼې له مخې اټکل کېږي چې، افغانستان کې دا مهال شاوخوا ۳۰ میلیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره د خوراکي او روغتیايي مرستو په ګډون پر بشري مرستو پایي. اروپايي ټولنې ټینګار کړی چې ښځینه کارکوونکې نورو ښځو سره د مرستې په برخه کې مهم رول لري.








