د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين يو ځل بيا د اوکراین پر ملاتړو لوېديځو هېوادونو لفظي بريد وکړ او ادعا يې وکړه چې لوېديځ هڅه کوي روسيه ټوټه ټوټه کړي. پوتین د روسیې له ملي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې د روسیې د جیو پولیټیک مخالفینو د پالیسي په سر کې دا ده چې تاریخي روسیه ټوټه ټوټه کړي. هغه یو ځل بیا هغه ادعاوې تکرار کړې چې ګواکې مسکو د جګړې د پای ته رسولو لپاره په دې بهیر کې د ټولو ښکېلو اړخونو سره خبرو اترو ته چمتو دی چې د منلو وړ حل لاره پیدا شي. لوېديځ په تېره بيا امريکا د اوکراين په کلکه ملاتړ کړی، پر دغه هېواد يې د روسيې پوځي يرغل غندلی او تر اوسه یې کيف ته لسګونه ميليارده ډالره پوځي او بشري مرستې ورکړي دي.








