د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت ویلي چې د سایبریا په کیمیرووا ښار کې د استوګنې په یوه کور کې د اور لګېدو له امله ۲۰ کسان وژل شوي دي. دې وزارت ویلي چې اور له لرګیو جوړ په یوه دوه پوړیزه کور کې لګېدلی او علت یې تر اوسه معلوم نه دی. د راپورونو له مخې کور د بخارۍ په وسیله ګرمېده او تراوسه دا نه ده څرګنده چې د استوګنې په دې خصوصي کور کې څومره کسانو ژوند کاوه او د اور د لګېدو پر مهال هلته څومره کسان وو.








