د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ پر نجونو د لوړو زده کړود بندېز په اړه وایي چې دا یوه زیانمنونکې او نه جبرانېدونکې پرېکړه ده. د افغانستان لوړو زدهکړو وزارت په هېواد کې د نجونو لوړې زدهکړې تر بل امر پورې ځنډولې دي. د افغانستان لپاره دامریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، له لوړو زده کړو د نجونو د مخنیوي د یوې زیانمنونکې او نه جبرانېدونکې پرېکړې په مخالفت کې ، ټوله نړۍ د افغانانو د یووالي شاهده ده. هغه زیاته کړې، محصلین له خپلو خویندو سره اوږه په اوږه ولاړ دي، هغه که د استادانو استعفاوې، لاریونونه او یا نورو مخالفتونو په شکل کې دي. د افغانستان د سرپرست حکومت دغه پرېکړه د ملګرو ملتونو او اسلامي سازمان په ګډون ګڼ شمېر نړیوالو ادراو او لسګونو هېوادونو غندلې ده.








