د پکتيا-خوست پر لويه لاره د ترافيکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون درې تنه وژل شوي او نهه نور ټپيان دي. سرچینه زیاتوي، چې دا پېښه پرون د پکتیا-خوست پر لویه لار د ګردې څېړۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو موټر له یوه دیوال سره ټکر شو. د ځایي امنیتي چارواکو په خبره، چې ټپیان د درملنې په موخه د پکتیا ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي. د ترافيکو مسوولين تل د ترافيکي پېښو لامل د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتياطي بولي.








