د بدخشان د عامې روغتیا ریاست وایي چې په تیرو درییو میاشتو کې یې په دغه ولایت کې د شري څه باندې ۳۴۰۰ پیښې ثبت کړې دي. د دغه ریاست چارواکي زیاتوي چې په ځينو ولسوالیو کې څه باندې ۱۰۰ ماشومانو د شري یا سرخکان ناروغۍ له امله ژوند بایللی دی. د بدخشان د ولایتي روغتون مسوولین وایي چې هره ورځ څه باندې ۱۰ ماشومان د شري ناروغۍ له امله بسترېږي.








