د ا.ا سرپرست حکومت پر وړاندې د لګول شویو بندیزونو د څارونکې ډلې د ماموریت له غځېدو وروسته، ا.ا وایي، نړۍ باید د افغانستان پر اوسني حکومت د بندیزونو له لګولو لاس واخلي. د ا.ا د ویاند مرستیال وایي، د دې وخت رارسېدلی چې ستونزې د خبرو او ډيپلوماسۍ له لارې حل شي. په وروستیو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو پرېکړه لیک تصویب کړی چې له مخې یې د ا.ا او د هغه د اړوندو بنسټونو پر وړاندې د لګول شویو بندیزونو د څارونکې ډلې مسوولیت تر راتلوکي یوه کاله غځول کیږي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړه کړې ده، چې د دغه نوي پرېکړه لیک مادې په کره توګه وڅېړي او تمه کېږي چې په افغانستان کې د سولې او ټيکاو د ملاتړ لپاره هم ځيني اصلاحات پکې راولي.








