د ا.ا وياند وايي، د قوش تيپې کانال د شاوخوا ځمکو د وېش په اړه تراوسه پرېکړه نه ده شوې. نوموړي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د قوش تیپې کانال د شاوخوا ځمکو په اړه وضاحت ورکړی او ویلي دي چې د قوش تېپې کانال د هېواد په شمال کې د ملي پراختیا شرکت له سترو او ملي پروژو څخه ده، چې اوس مهال یې د لومړي فاز چارې په خورا چټکۍ سره روانې دي. د هغه په وينا په دې وروستیو کې یو شمېر فرصت طلبه کسان له خلکو په دې پلمه چې د قوش تېپې کانال شاوخوا ځمکې وېشل کېږي پیسې اخلي. ده ویلي چې د ا.ا مشرتابه د قوش تېپې کانال د شاوخوا ځمکو د وېش په اړه تر اوسه هېڅ ډول پرېکړه نه ده کړې.








