د ملګروملتونو سرمنشي وايي، افغانستان باید له نړیوالو معیارونو او نورمونو سره سم پر خپلو ژمنو عمل وکړي. انتونیو ګوترېش دا خبره د افغانستان د وضعیت او نړیوالې سولې او امنیت ته د هغه د پېچلتیاو په اړه په یوه راپور کې کړې ده. نوموړي د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ته د کتنې په برخه کې ویلي چې، افغانستان باید د تبعیض، بېعدالتۍ، نابرابرۍ او له جزا د معافیت په برخو کې خپلې ژمنې عملي کړي. د ملګرو ملتونو سرمنشي له ا.ا غوښتي چې نجونو ته په ټولو سطحو کې د تعلیم اجازه ورکړي او ښځو ته له محرم پرته له کوره د وتلو او د حجاب په برخه کې پر لارښوونو بیا غور وکړي.








