روسیې ادعا کړې چې پر اوکراین یې په خپلو پراخو بریدونو سره هغه هېواد ته د بهرنیو وسلو د لېږد بهیر مخه نیولې ده. مسکو تر دې مخکې د اوکراین په بېلابېلو برخو په بریدونو سره په هغه هېواد کې د برېښنا بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې ټول ټاکل شوي هدفونه په نښه شوي دي چې په نتیجه کې يې، د بهرنیو وسلو او مهماتو لیږد مختل شوی، د جګړې سیمو ته د مهماتو د لېږد مخه نیول شوې او د اوکراین د وسلو د تولید او ترمیم د کمپینو کار هم ځنډول شوی دی.








