د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، په تېره یوه میاشت کې د کابل هوا د پخوا پرتله ډېره ککړه شوې ده. د دوی په وینا، د چاپیریال ساتنې ملي اداره د ککړې هوا د کچې معلومولو لپاره کافي وسایل نه لري. د مسوولینو په خبره، په کابل کې د خلکو له لوري د سون توکو او په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو، پلاستیکي او نور ورته د دغه ډول توکو سوځول د پلازمینې د هوا د ککړتیا اصلي لاملونه ګڼل کېږي. ورته مهال کابل ښاریان وايي چې د هوا د ککړتیا له امله د ناروغانو شمېر ډېر شوی دی. له دې سره سم، کابل ښاروالي وايي، د پلازمینې په بېلابېلو برخو کې د ککړې هوا د مخنیوي لپاره د فلترونو د نصبولو په تړاو یې څېړنې روانې دي. د نړیوالو ارزونو له مخې، د نړۍ په کچه کابل د هغو پلازمینو په ډله کې ده چې، هوا يې ډېره ککړه ده.








