د هند د بهرنیو چارو وزیر پاکستان د ترهګرۍ په مرکز تورن کړ او د هغه پاکستاني سیال په یوه لفظي جګړه کې د هند صدراعظم نریندرا مودي د ګجرات قصاب وباله. نوی ډهلی اسلام اباد په دې تورنوي چې په خپله خاوره کې یې هغو سخت دریځو ته پټنځایونه ورکړي چې په هند کې بریدونه کوي. په دغو بریدونو کې د ممبۍ د ۲۰۰۸ کال بریدونه هم شامل دي چې په ترڅ کې یې تر ۱۶۶ ډېر کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. دا د هند او پاکستاني چارواکو ترمنځ وروستۍ لفظي جګړه ده چې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې په ترڅ کې شوې. د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جي شنکر پاکستان ته په خطاب کې وویل خپل عمل پاک کړئ او هغه وکړئ چې ښه ګاونډی واوسئ. دغه لوړپوړي هندي دپلومات پاکستان د تروريزم مرکز هم وباله.








