د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی وايي، روان میلادي کال په ایران کې د بهرنۍ پانګونې نیمايي یې د افغان پانګوالو لهخوا شوې ده. حسن کاظمي قُمي ویلي، ایران چې د بهرنۍ پانګونې په جلب کې له ستونزو سره مخامخ دی، باید د افغان پانګوالو له لوړ ظرفیت څخه په بهترین شکل استفاده وکړي. د راپور له مخې د افغان وګړو ۱۶۰۰ شرکتونو په مشهد ښار کې د اقتصادي فعالیت جوازونه ترلاسه کړي دي. په خراسان رضوي ولایت کې چې مشهد یې مرکز دی، د افغان شرکتونو او سوداګرو د پانګې اندازه یو ملیارد ډالره ښوول شوې ده.








