د منځنۍ اسیا هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د مرستیالانو د دولسمې غونډې له تر سره کېدو سره هم مهاله، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیال مارکس پوتزل، افغانستان ته د نړیوالې ټولنې د پاملرنې د کمېدو په اړه خبرداری ورکړی دی. د ملګر ملتونو استازولۍ د پوتزل له قوله لیکلي چې مهمه ده افغانستان د منځنۍ اسیا په اجنډا کې ځای ولري. د افغانستان په چارو کې د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي تيره اونۍ په متحده عربي اماراتو کې کې د افغان حکومت د دفاع وزارت له سرپرست ملا محمد يعقوب مجاهد سره ليدنه کې ويلي و چې د طالبانو مشروعيت په افغانستان کې د نجونو او ښځو سره د هغوى د چلند په څرنګوالي پوري تړلى دى.








