د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره پر افغانستان، سوداګرۍ او نورو اړوند موضوعاتو خبرې کړې دي. امام علي رحمان په دوه ورځني سفر پرون پاکستان ته تللی دی. له پاکستاني لومړي وزیر شهباز شریف سره تر لیدنې وروسته نوموړي یوې ګډې خبرې غونډې ته په وینا کې ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د ثبات غوښتونکی دی او په دې لړ کې له پاکستان سره په ګډه کار کوي. دغه راز دواړو لورو د دواړو هېوادونو تر منځ په ځینو برخو کې یو شمېر هوکړې هم لاسلیک کړې دي.








