د اروپايي ټولنې مسوولینو اعلان کړی چې د اوکراین سره د پوځي مرستو په اعلان شوې بودجه کې دوه ملیارد یورو نور هم اضافه کوي. اروپايي ټولنه، چې ۲۷ غړي لري، غواړي ډاډه شي چې کیېف ته وسلې انتقالولی شي. د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزېف بورېل ویلي، اروپايي ټولنه ژمنه ده چې اوکراین او نورو شریکانو ته پوځي مرستې برابرې کړي. د اروپايي ټولنې په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په بروګسل کې په یوې غونډې کې موافقه وکړه چې په اعلان شوې بودجې کې دوه میلیارده یورو نور هم اضافه کړي. اعلامیه وايي که د ټولنې غړو موافقه وکړه او ضروري وګڼل شي، نو تر ۲۰۲۷ کال پورې دا بودجه ۵.۵ میلیارد یورو ته هم زیاتېدلی شي. د اروپايي ټولنې غړي دا پېسې کیېف ته د وسلو په اخیستلو لګولي دي.








