د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې بالاخره به په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې موافقې ته اړتیا وي. پوتین دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې کرملین په اوکراین کې خپل ځانګړي پوځي عملیات پیل کړل. د پوتین دا څرګندونې د مینسک د تړون په اړه د جرمني د پخوانۍ صدراعظمې انګیلا میرکل د څرګندونو په غبرګون کې شوي، چې د پاریس او برلین سره یې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې کړې وې. پوتین په بشکیک کې وویل چې هغه د انګیلا میرکل له څرګندونو مایوس شوی دی او زیاته کړې يې ده چې هغه تل داسې انګیرله چې د جرمني حکومت صادقانه عمل کوي.








