د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ ویلي، چين او عربي هېوادونو له ۲۰۰۰ کلونو راهيسې د نظريو تبادلې ساتلي او له یوه بله يې زده کړې دي. د چین پښتو ویبپاڼې د ماونینګ له قوله لیکلي چې په دې وروستيو کلونو کې د چين او سعودي عربستان ترمنځ هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو چټک پرمختګ کړی او په بېلابېلو برخو کې يې همکارۍ په پرله پسې توګه پراخه شوې او د سعودي عربستان ډېرو خلکو د چيني ژبې او کلتور له زده کړې سره علاقه پيدا کړې ده. د چيني ژبې مينه وال د دواړو هېوادونو د تمدنونو د تبادلې د راتلونکي استازيتوب کوي. د معلوماتو له مخې چيني ژبه د سعودي عربستان په ملي نصاب سيستم کې شامل شوې او په دې هېواد په ۹ پوهنتونونو کې د چيني ژبې اړوند مضمونونه تدريسږي او ۸ منځنيو او لومړيو ښوونځيو کې چيني ژبه لوستل کېږي، دغه راز د چين تر ۴۰ زياتو پوهنتونونو کې د عربي ژبې څانګه پرانيستل شوې ده.








