د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش په افغانستان کې د حکومت له لوري، لومړی ځل په عام محضر کې د قصاص د حدودو عملي کېدو په هکله ”ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. د ملګرو ملتونو ویاندې ویلي: ”موږ د اعدام سزاګانو ځنډولو لپاره غږ کوو”. په ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما هم له حکومت غوښتي چې د اعدام سزا پای ته ورسوي. یوناما ویلي، په هر ډول شرایطو کې له اعدام سره مخالفت کوي. دا په داسې حال کې ده، چې پرون د ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي وو، چې په فراه کې یې پر یوه سړي د “قصاص” حکم پلی کړی دی.








