د ازبکستان د ملي امنیت سلاکار ویکټور محمودوف د هند او منځنۍ اسیا هېوادونو په ګډه امنیتي غونډه کې ویلي چې، افغانستان باید څنډې ته نه شي. دغه ازبک چارواکي چې د هند په کوربه توب د منځنۍ اسیا پنځه هېوادونو په ناسته کې یې خبرې کولې، ویلي، چې لا هم په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره ستراټیژیک امکانات او فرصتونه شته. د دې ناستې يو شمېر ګډونوال د افغانستان وضعيت پېچلی ګڼلی او په دې باور دي، چې دا ډول وضعيت به د سيمې پر امنيتي وضعيت هم بدې اغېزې ولري. د هند د ملي امنيت سلاکار په دې ناسته کې ویلي، چې د افغانستان په ګډون په سيمه کې د ترهګرو ډلو ګواښونه د ټولو لپاره يوه ستره اندېښنه ده. خو د ا.ا مسوولين وايي، چې د افغانستان له خاورې هېڅ بهرني هېواد ته ګواښ پېښ نه دی. دا ناسته داسې مهال جوړېږي، چې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي هم له يو شمېر هندي چارواکو سره د افغانستان د وضعيت په اړه خبرې کړي دي.








