ټاکل شوې چې د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په روانه میاشت کې اندونیزیا، سویزرلینډ او ترکیې ته ولاړه شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې ټاکل شوې میرمن امیري د افغان نجونو د زده کړو په هکله په نړیوالې غونډې کې برخه واخلي چې د اندونیزیا او قطر حکومتونه یې په ګډه کوربانه دي. دا غونډه پوهنې ته د افغان نجونو د لاسرسي د ملاتړ په هدف جوړیږي. د وزارت په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې رینا امیري به په افغانستان کې د اوسني بشري وضعیت په هکله د دوه اړخیزو او څو اړخیزو شریکانو، ملګرو ملتونو استازو، افغانانو او د مېرمنو په ګډون د مدني ټولنو د استازو سره سلا مشورې وکړي.








