ایران د هغې ګزمې فعالیت ودراوه چې ښځې یې حجاب ته اړ ایستلې. دا په ایران کې له وروستیو اعتراضونو وروسته د ایران د حکومت له لوري له خپلو جبري مقرراتو څخه یو ګام شاتګ بلل شوی دی. د ایران لوی څارنوال محمدجعفر منتظري پرون په یوه خبري غونډه ته ویلي چې د ارشاد فعالیت له قضاییه قوې سره تړاو نه لري او په کوم ځای کې چې تاسیس شوی و له هماغه ځای یې فعالیت درول شوی دی. ده ویلي و چې په راتلونکو ۱۵ ورځو کې به د ایران پارلمان او د فرهنګي انقلاب عالي شورا په ټولنه کې د حجاب په شمول د خلکو د اعمالو په اړه خپل نظر اعلان کړي.








