په کابل کې د ایران مرستیال سفیر سیدحسن مرتضوي په کابل کې د ا.ا د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره وکتل. د بهرنیو چارو وزارت د دې کتنې په اړه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ایران مرستیال سفیر ته وویل، هغه وخت راغلی چې له ایران سره اقتصادي راکړه ورکړه زیاته شي او د دې لپاره د ترانزیټ او تجارت په برخو کې اسانتیاوې راوړل شي. د خبرپاڼې له مخې، د ایران مرستیال سفیر په افغانستان کې له امنیتي وضعیته خوښي ښودلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګري ودې لپاره یې د اسانتیاوو د رامنځته کولو ژمنه کړې ده.








