افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما د بشري حقونو د نړیوالې ورځې د نمانځنې په درشل کې ویلي چې افغانستان باید د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې ټولو مادو ته درناوی وکړي. یوناما ویلي چې افغانستان د بشري حقونو نړیواله اعلامیه لاسلیک کړې او هرې مادې ته یې باید درناوی ولري. د ا.ا حکومت تل د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د بشر حقونو اوټولو نړیوالو قوانیونو پر رعایت ټينګار کړی دی. د ا.ا د ویاند مرستیال ویلي چې افغانستان کې د ټولو خلکو حقوق خوندي دي، خو د لوېدیځ له نظره دغه هېواد کې بشر حقونه له اسلامي قوانینو سره په تضاد کې دي. واک ته د ا.ا تر بیارسېدو راهیسې د ښځو حقونو ځینې فعالانې وايي چې ا.ا باید د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی ولري.








