کابل ښاریان په کابل ښار کې د برېښنا د دوامداره پرچاویو څخه شکایت کوي، دوی وايي هره ورځ له شپږو تر اوو ساعتونو برېښنا لري چې د دوی ستونزې نشي هوارولی. بلخوا د کانونو او صنایعو خونه وايي چې د برېښنا پرچاوی د تولیدي کارخونو پر فعالیت منفي اغېز کړی دی. اخوا د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې له یوې میاشتې راهیسې د برېښنا ستونزې زیاتې شوې دي. د دغه شرکت مسوولین زیاتوي چې هڅه کوي د کابل ښار اوسېدونکو ته له کورنیو سرچینو برېښنا ورسوي. افغانستان خپله ۸۰ سلنه برېښنا له منځنۍ اسیا په تېره بیا ازبکستان، تاجکستان او ایرانه واردوي.








