د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، د اتومي تړون په برخه کې یوې ښې او تل پاتې هوکړې ته پوره چمتوالی لري. د ایران د بهرینو چارو وزیر دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې له خپل ایرلنډي سیال سره کړې دي. دوی په دغه لیدنه کې د ایران او ایرلنډ تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو او نورو علاقې وړ مسایلو باندې خبرې کړې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې هېڅ کوم اروپایي هېواد د زړه له تله په دې برخه کې تر اوسه پورې ګام نه دی اخیستی. نوموړي زیاته کړې، چې ایران د یوه ښه او پایداره تړون عملي کولو په برخه کې پوره چمتوالی لري، خو دغه څه هغه وخت امکان لري، چې مقابل لوري هم ورته ګام پورته کړي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر








