د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما ویلي، دغه سازمان نغدې پیسې د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې افغانستان ته لېږدوي چې افغانستان کې لومړی د بشردوستانه حیاتي مرستو لپاره د میلیونونه اړمنو کسانو لاسنیوي کې ترې ګټه اخیستل کېږي. یوناما زیاتوي، افغانستان ته د ملګرو ملتونو پر مټ د نغدو پیسو استولو اصلي لامل دا دی چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې راهیسې کله چې ط البان افغانستان کې بیا واک ته ورسېدل له نړیوالو بانکونو او افغانستان ته د پیسو د لېږد سیستم کې ستونزه رامنځ ته شوه. دغه نغدي مرستې تر ډېره د ملګرو ملتونو له لارې یوه خصوصي بانک ته سپارل شوې او له هماغه ځایه یې ملګري ملتونه لګوي. د یوناما په خبره، دا نغدي مرستې هېڅکله د افغانستان مرکزي بانک یا د ا.ا چارواکو په واک کې نه دي ورکړل شوې. ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې له ۲۵ میلیون اړمنو افغانانو سره دغه مرستې ددغه سازمان د اړوندو ادارو له لارې لګول کېږي.