د پکتیکا ډیله ولسوالي چې له مرکز ښرنې څخه په لرې واټن کې پرته ده او څلور نورې ولسوالۍ یې تر منځ دي، له غزني ولایت سره نښتې ده. دغه ولسوالي شاوخوا ۵۰ کلي لري، خو د ځایي خلکو په خبره د ولسوالۍ په کچه یوازې یو تش په نوم کلینک شته، چې صحي خدمتونه یې په نشت حساب دي. دا چې د دې ولسوالي نفوس هم زیات دی، خو خلک یې د صحي خدماتو تر څنګ له نورو ګڼو اسانتیاوو هم بې برخې دي.