د کندهار ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د راکټ مرمۍ د چاودېدو له امله يو ماشوم وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي. د دې ولسوالۍ د عامه اړيکو مسوول سيد زبير خالد وایي، چې تېره ورځ د لاهور ویالې په سيمه کې د يوې کورنۍ څلورو ماشومانو د راکټ له مرمۍ سره لوبې کولې چې پرې چاودېدلې ده. په دغه پېښه کې یو ماشوم وژل وی او درې نور ټپیان شوي دي. تر دې وړاندې د هلمند، کونړ او فراه په ګډون یو شمېر نور ولایتونو کې هم ورته پېښې شوې دي. په افغانستان کې د څو کلنو جګړو څخه پاتې مهمات وخت نا وخت د خلکو ژوند اخلي.








