جرمني وایي، له افغانستان سره بشري مرستې بندوي. د جرمني حکومت د دې پرېکړې نیت وروسته له هغې کړئ چې د افغانستان سرپرست حکومت په غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه. دا پرېکړه د دې لامل شوې چې ډېری بشرپالې ادارې خپل فعالیت ودروي، ځکه دوي وایي له ښځو پرته یې کارونه مخکې نشي بېولی. د جرمني د پراختیا او اقتصادي همکاریو وزیره سوینیا شولتزه وایي، دا ډول محدودیت د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو پر رسولو منفي اغېز کوي. په همدې حال کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالنا بایربوک په خپل ټویټر د افغانستان د سرپرست حکومت دغه پریکړه غندلې ده.








