د هېواد د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د باران او واورو د اورېدو اټکل کړی دی. دغه ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په پکتیکا، فراه، غور، هرات، بادغیس، دایکنډي، میدان وردګ، بامیان، غزني، کندهار، زابل او هلمند کې د پنجشنبې په ورځ د باران او واورو د اورېدو اټکل شوی دی . په بیان کې د واورې اندازه له ۱۰ تر ۳۰ سانتي متره او د باران اندازه له ۱۰ تر ۲۰ ملي متره ښودل شوې ده.








