مالیزیا هیله مندي ښودلې ط البان له پوهنتونونو څخه د نجونو د مخنیوي پرېکړه بدله کړي. د دغه هېواد د لوړو زدهکړو وزیر محمد نورالدین پرون د ا.ا د لوړو زدهکړو د سرپرست وزیر ندا محمد ندیم په نوم په یوه استولي لیک کې له هغه غوښتې دي چې دا پرېکړه بېرته بدله کړي. د مالیزیا د لوړو زدهکړو وزیر دا لیک په کابل کې د خپل سفارت له لارې د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر ته سپارلی دی. په دې لیک کې مالیزا د خپل هېواد د ښځینه محصلینو تجربه هم له ا.ا سره شریکه کړې ده چې په پوهنتونونو کې یې څومره درناوی کېږي.








