د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، امریکا په افغانستان کې له شل کلنې ښکېلتیا وروسته دغه هېواد د نشه یي توکو ګواښ ته پرېښود. لاوروف په مسکو کې د روسي رسنیو له مشرانو سره د روسیې بهرنۍ تګلارې په اړه د وروستیو مالوماتو شریکولو پر مهال پر امریکا توندې نیوکې وکړې. سرګي لاروف وایې امریکا چې د نړۍ په هره برخه کې د بدلون هڅه کړې، د هغې سیمې خلک یې غم لړلې تراژیدۍ سره مخ کړي. دغه لوړپوړی روسی ډیپلومات امریکا تورنوي چې په شلو کلونو کې یې افغانانو ته یوه صنعتي کارخونه هم جوړه نه کړه چې د دې هېواد د بې وزله خلکو ژوند ښه والي کې مرسته وکړي. د روسیې بهرنیو چارو وزیر له خوا په خپل تر ټولو لوی سیال امریکا دغه سختې نیوکې داسې مهال بیا بیا تکراریږي چې دغه دواړه هېوادونه د اوکراین جګړې او نور مسایلو پر سر ژور اختلافات لري.








