د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، په افغانستان کې پر مرستندویه کارکوونکو ښځو محدودیتونه له افغان ولس سره د ط البانو د ژمنو خلاف عمل او د نړیوالې ټولنې د تمو برعکس چاره ده. امنیت شورا ویلي، د مرستندویه ټولنو پر ښځینه کارکوونکو د کار بندیز به پر بشري کړنو په لوی لاس او سم لاسي اغېز ولري. امنیت شورا د ښځو له پوهنتونونو د ښځو د منع کولو او تر شپږم ټولګي د لوړو ښوونځیو د نجونو د تعلیم بندولو په اړه هم ژوره اندېښنه ښودلې ده او په افغانستان کې یې د ښځو او نجونو د بشپړ هدفمن مشارکت او برابرۍ غوښتنه کړې ده. په وینا پاڼه کې د امنیت شورا ۱۵ غړو په اکثریت رایو ویلي، په افغانستان کې د منځنیو او لېسې د عمر پر نجونو د تعلیم بندیز د انساني حقونو د احترام او اساسي ازادیو د سلبونې ډېرېدو په مانا دي.








