د سره صلیب نړیواله کمېټه وایي چې دوی په افغانستان کې د لسو زرو روغتیایي کارکوونکو د معاشونو ورکولو ترڅنګ ۲۴ میلیونه افغانانو ته خدمات وړاندې کوي او د ښځینه کارکوونکو په اړه د سرپرست حکومت وروستۍ پرېکړه به د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي. د سره صلیب نړیوالې کمېټې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی د ا.ا هغه وروستي اعلان ته متوجه دي چې د ښځو د لوړو زده کړو او په ټول هېواد کې د ملي او نړیوالو غیر دولتي موسسو سره د کار کولو حقونه یې سمدستی ځنډولي دي. سرچینې زیاته کړې، په ټولو کچو د ښوونیز سیستم څخه د ښځو او نجونو ایستل او دغه راز په احتمالي توګه له اړینې بشري ونډې څخه کیدای شی چې په لنډ او اوږد مهال کې د بشري ناورین پایلو لامل شي. په خبرپاڼه کې راغلي، سور صلیب په افغانستان سلګونه ښځې په کار ګومارلې دي. په افغانستان او ټوله نړۍ کې بشرپاله کارونه یوازې د ښځو په ګډون د ټولو کارکوونکو د هڅو له امله ممکن دي. د سرچینې په وینا، په عملیاتو کې د ښځو بشپړ ګډون او ونډه تر پوښتنې لاندې راوستل به ټول بشرپاله کارونه له خطر سره مخ کړي. دوی په ځانګړې توګه د افغانستان د روغتیا پاملرنې سیستم او د ښځینه ناروغانو راتلونکې په اړه اندېښنه لري.








