د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې د ایراني پانګه والو له یوه پلاوي سره یې د اوبو بندولو جوړولو پروژو په اړه یې خبرې کړې دي. په دې اړه ترسره شوې ناسته کې ددغه وزارت مرستیال مجیب الرحمن عمر، د اوبو د پروګرامونو د انسجام رییس رفیع الله ستانکزي او ایراني پانګه والو برخه اخیستې وه. د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند غلام جهاني حق پرست وایي، په دې ناسته کې دواړو لورو د اوبو بندونو او د انرژۍ د تولید د پروژو په اړه د پانګونې پر لارو چارو خبرې وکړې. سرچینې زیاته کړې، چې ایراني پانګه والو په دغو پروژو کې د لېوالتیا څرګندولو ترڅنګ په دې برخه کې د چارو د څرنګوالي په اړه معلومات شریک کړل. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې ایراني چارواکو دافغانستان په هرات او نیمروز ولایتونو کې د اوبو بندونو له جوړولو سره مخالفت څرګند کړی دی.








