امریکا وایي د نوي حکومت رسمیت پېژندلو ته لا ډېر وخت پاتې دی. د جنوبي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډونالډ لو په یوه مرکه کې ویلي ټول دمګړی له نوي حکومت سره د اړیکو په لټه کې دي خو د رسمیت پېژندلو په اړه یې هېڅ لوری هم خبرې نه کوي.
هغه وایي چې د نوي حکومت ډېر نږدې هېوادونه لکه ایران، چین یا پاکستان هم تر دې دمه د رسمیت پېژندلو په اړه خبرې نه کوي. دغه امریکايي چارواکي ویلي له افغان حکومت سره د اړیکو موخه دا ده چې له افغانانو سره مرستې دوام وکړي، دوی له روان ناورین وژغورل شي او بشردوستانه خدمات ورسول شي. هغه زیاته کړې د ټولو هڅه به د افغانستان د وضعیت ښه کول وي.








