د ملي دفاع سرپرست وزیر په دوحه کې د قطر له لومړي وزیر سره کتلي دي. د راپورونو له مخې د ملي دفاع سرپرست وزیر نن دوحې ته له رسېدو سره سم د قطر له لومړي وزیر سره کتلي او له هغه سره یې پر بېلو دوه اړخیزو مسایلو خبرې کړې دي. د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي یعقوب تېره ورځ ناوخته په یوه دوه ورځني رسمي سفر دوحې ته تللی دی او هلته به ددغه هېواد له چارواکو سره پر مهمو دوه اړخیزو مسایلو خبرې کوي. ددې لیدنې نور جزیات تر اوسه نه دي خپاره شوي.