د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې که ط البان وغواړي نو مسکو کولی شي چې له نوې ډیلي سره په ګډه د افغانانو ترمنځ د خبرو له بیا پیل سره مرسته وکړي. کابلوف د هند چاپ هندو ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې ویلي چې د تروریزم پر ضد د ط البانو اقدامات کافي نه دي، خو هغه په عین حال کې ټینګار کړی چې د سیمې هېوادونه د ط البانو د موافقې په صورت کې چمتو دي چې د امنیتي ګواښونو پر وړاندې مبارزه کې همکاري ورسره وکړي. د روسیې استازي همداراز ویلي چې د کابل د موافقې په صورت کې مسکو په دې برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.








