امریکایي رسنیو راپور ورکړی دی چې د دغه هېواد په نیویارک ایالت کې په یوه ورځ کې د ډزو ۱۴ پېښې رامنځته شوې دي چې په نتیجه کې یې ۲۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. سيبياس راپور ورکړی دی چې تېره ورځ د نیویارک خونړۍ ورځ وه، پرون په نیویارک کې په ۱۴ پېښو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي. راپور کاږي چې تر ټولو خونړۍ پېښې په بروکدیل، برانکس او پریسنو سیمو کې رامنځته شوې دي. په امریکا کې د وسلو د ګرځولو او ازاد پلور له کبله په دغه هېواد کې د ورځې په لسګونو وسله والې پېښې رامنځته کېږي خو د وسلو لابي دومره پیاوړې ده چې کانګرس له اوونیو راهیسې د وسلو د محدودیتولو پر سر کومې څرګندې پایلې ته نه دی رسېدلی.