افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستیال استازی وایي هڅه کوي په دې حساس وخت کې له افغانانو سره خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکړي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ نوي سیاسي مرستیال مارکس پوتزل په تازه څرګندونو کې ویلي چې له ویاړ او هوډ سره افغانستان ته راغلی دی.
دده په وینا هڅه یې دا ده چې وکړی شي په دې حساسو شرایطو کې له افغانانو سره مرسته وکړي او د دایمي ثبات د راتګ لپاره کار وکړي. پوتزل تر دې وړاندې په افغانستان کې د آلمان سفیر او د افغانستان لپاره د آلمان ځانګړی استازی هم و. هغه په ديپلوماتیکه برخه کې شاوخوا ۲۷ کاله تجربه لري.
په ادبیاتو کې یې تر ماسټرۍ پورې زده کړې کړې دي، په آلماني، دري او انګلیسي ژبو خبرې کولی شي. هغه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له لوري په افغانستان کې د مرستیال ځانګړی استازی ټاکل شوی دی.