د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې امنيتي سلاکار له افغانستان سره د اروپايي ټولنې پر دوامداره همکاریو او مرستو ټینګار کړی او وایي په راتلونکي ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې به له دغه هېواد سره پنځه سوه میلیونه یورو مرسته وکړي. د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې امنيتي سلاکار ژواو دغه څرګندونې په کندهار کي له ولایتي چارواکو سره په خبرو کې کړې دي. هغه پرون کندهار ته سفر کړی و او هلته يې د کندهار له مرستيال والي او ځینو نورو مسوولينو سره لیدلي دي. د کندهار ولایت مطبوعاتي مسوول ویلي، د اروپايي ټولنې له امنيتي سلاکار سره په دې سفر کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سياسي سلاکار زاهدالرحمن هم ملتیا کوله. هغه وويل، د اروپایي ټولنې د دغو سلاکارانو د سفر موخه همدا وه تر څو له چارواکو او خلکو سره وګوري او هغه اړتياوې چې خلک يې لري، په خپلو پلانونو کې شاملې کړي. د کندهار مرستیال والي هم د اروپایي ټولنې له مرستو او همکاریو مننه کړې او د هغوی د خدماتو د لا پراختيا غوښتنه يې کړې ده.








