د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، د افغان ټرانس اورګاډي د پروژې د لارو د پېژندنې کار بشپړ شوی او د پروژې د پیل لپاره له ازبکستان او پاکستان سره خبرې روانې دي. د دې ادارې مشر بخت الرحمان شراف وايي، چې د افغان ټرانس پروژې لګښت چې منځنۍ اسیا او سویلي اسیا د رېل پټلۍ له لارې سره نښلوي، پنځه میلیارده ډالره اټکل کېږي چې باید نړیوال سازمانونه یې ورکړي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه د دې پټلۍ جوړول د افغانستان د سوداګرۍ په وده کې مهمه بولي. د حیرتان- مزار د اوسپنې پټلۍ د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ یوه برخه ده چې اوسمهال له منځنۍ اسیا څخه د هېواد د اړتیا وړ ډیری توکي له همدې لارې افغانستان ته راوړل کېږي.








