د پروان د والي ویاند حکمت الله شمیم وايي، سالنګ تونل کې د ټانکر اور اخیستو پېښه کې د مړو شمېر ۱۹ او د ټپیانو ۳۲ ته لوړ شوی. نوموړي ویلي، د سالنګ لار لا هم د ترافیکو پر مخ تړلې ده او د سالنګ دواړو غاړو ته د مسولینو له خوا چاته د تلو راتلو اجازه نه ورکول کېږي. شمیم د پېښې له ځایه د ټپیانو او مړو پر را ایستلو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده هڅې روانې دي چې د پېښې له ځایه ټپیان او مړي را و ایستل شي. په دغه پېښه کې د ۱۲ موټرو د سوځېدو خبر هم ورکړل شوی چې د ډبرو سکرو موټرې هم پکې شاملې دي. پېښه کې د سالنګ شمالي او سویلي دواړه خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې. د یادو مسولینو په وینا، مرکز نه هم مرسته رارسېدلې او د مړو او ټپیانو د را ایستلو هڅې روانې دي.








