د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورند فرضي کرښه له نښتو وروسته پاکستاني چارواکو له افغانستان سره په اوسنیو اړیکو کې د بیا کتنې غوښتنه وکړه. د پاکستان د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رييس فاروق نایک د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو په اړه ویلي چې له افغانستان سره د پاکستان په پالیسۍ دې بیا کتنه وشي. د پاکستاني چارواکو په وینا د سپین بولدک – چمن په وروستۍ نښته کې په چمن کې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۱۵ نور ژوبل دي. پاکستان ادعا کوي چې ط البانو بې موجبه پر دوی ډزې پیل کړې او د دوی پوځ ځواب ورکړ خو ط البان وايي چې په سپین بولدک کې یې ډیورند فضي کرښې ته نږدې پوسته جوړوله چې پاکستاني پوځیانو پرې ډزې وکړې.








