په بریتانیا کې حکومتي چارواکي وايي، لږ تر لږه څلور کډوال وروسته له هغه مړه شول چې کوچنۍ کښتۍ یې په انګلش یا انګریز کانال کې له ستونزو سره مخ شوه. هر کال ګڼ شمېر ناقانونه کډوال له فرانسې بریتانیا ته له همدې لارې د تلو هڅه کوي. دغه راز له دې کښتۍ ۴۳ کسان ژغورل شوي چې له ۳۰ ډېر یې په اوبو کې وو. د فرانسې او بریتانیا سمندري ساتونکي او هوايي امبولانسونه سیمې ته د ژغورنې د عملیاتو لپاره استول شوي .








