د ملګرو ملتو، ایران، پاکستان او افغان حکومت استازو د ایران په غونډه کې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړې دي. له افغانستانه په دې غونډه کې د کډوالو چارو وزارت مسلکي مرستیال ارسلا خان خروټي ګډون کړی دی. په کابل کې د ملګرو ملتو د کډوالو چارو ادارې ویاند، پیټر کېسلر د دغې غونډې د موخې په اړه ویلي و چې په دغه غونډه کې د پایېدونکو حل لارو پر عملي کېدو خبرې کېږي. د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي کاظمي قمي هم د ایران ملي رسنۍ ته ویلي چې تمه لري په افغانستان کې د خلکو د سیاسي ارادې پر بنسټ یو دولت رامنځته شي او خواره واره افغانان سره راټول کړی شي. په ایران او پاکستان کې په ټولیز ډول شاوخوا شپږنیم میلیونه افغان کډوال اوسيږي.








