افغان حکومت وايي، په تېر یوه نیم کال کې د هوايي کارګو له لارې د صادراتو او وارداتو کچه لوړه شوې ده. مالیې وزارت ویلي، چې له تېرو ۱۵ میاشتو راهیسې د هوايي کارګو له لارې د څه باندې ۱۲ میلیاردو افغانیو په ارزښت صادرات او واردات شوي دي. خو د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې واردات د تېر پر تله کم شوي دي. د ماليې وزارت مسوولینو ویلي، چې په تېرو ۱۵ میاشتو کې، د هوايي کارګو له لارې د اووه مېلیاردو او اته سوه مېلیونه افغانیو په ارزښت توکي افغانستان ته وارد شوي او دوی ترې ۹۵۴ میلیونه افغانۍ عاید تر لاسه کړی دی. همدارنګه په یاده موده کې يې د هوايي کارګو له لارې د ۴ میلیاردو او ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت صادرات کړي او له دې درکه ېې ۱۱ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.








