د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دغه هېواد د بشري حقونو شورا په کلنۍ غونډه کې ویلي چې اوس مهال د اټومي وسلو د استعمال ګواښ په ډېرېدو دی، خو روسیه به هیڅ وخت لومړی خپلې وسلې ونه کاروي. هغه زیاته کړې، که پر دوی برید وشي، نو خپلې پراخې ویجاړونکې او اټومي وسلې به وکاروي. پوتین د اوکراین د جګړې په اړه ویلي چې ښايي دا جګړه نوره هم اوږده شي. د هغه په خبره، د دغې جګړې لپاره روسیه نورو سرتېرو ته اړتیا نه لري. پوتین ویلي، د هغو ځواکونو له ډلې چې د تیارسي امر ورته شوی وو ۱۵۰ زره اوس په اوکراین کې ځای پرځای شوي دی چې ۷۷ زره په جنګ او پاتې په دفاعي برخه کې فعالیت کوي.








