د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت، وايي چې د کابل د هوايي ډګر د زیانمن شویو تخنیکي برخو اویا سلنه بېرته فعاله شوې ده. ددغه وزارت چارواکو ویلي، دغه برخې یې د قطر د تخنیکي ډلې په همکارۍ فعالې کړې دي. د دغه وزارت د سرپرست د څرګندونو پر بنسټ، دم ګړۍ د کابل هوايي ډګره د ورځې څه باندې ۳۰ الوتنې کېږي. په ورته مهال د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت سرپرست غلام جیلاني وفا وايي چې د افغانستان له فضا د ورځې ۸۰ تر ۱۲۰ الوتنې کېږي؛ خو تراوسه هغه مرکزیت چې د ساحوي الوتنو تېرېدل کنټرول کړي، فعال نه دی. د دغه وزارت د چارواکو په وینا، اوس په هېواد کې ۲۶ هوايي ډګرونه فعال دي چې له دې منځه په پنځو هوايي ډګرونو کې نړۍوالې الوتنې کېږي.








